AP ۱۴۰۲ کب ۲۲ ۱۳:۵۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85416488
T T
۰ Persons
د ننګرهار وګړو ۳۵ جرېبه ځمکه پوهنې ته ډالۍ کړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د پوهنې وزارت د ننګرهاري وګړو له خوا د پوهنې لپاره د ۳۵ جرېبه ځمکې د ډالۍ کولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د پوهنې وزارت مسوولینو نن سه شنبې د کب ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د پوهنې وزارت سره د خلکو د مرستو او همکاریو پر دوام دا ځل د ننګرهار ولایت علم دوسته خلکو په ټولیز ډول ۳۵ جرېبه ځمکه چې شخصي ملکیت وو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو او مدرستو جوړولو ته وقف کړې ده.

د چارواكو په وينا، د يادې شوې ځمکې ارزښت درې ميليونه افغانۍ اټکل شوى دى.

د ایرنا د خبر له مخې دوه ورځې مخکې د هرات ښاریانو هم د ښوونځیو د جوړولو لپاره ۱۳ جریبه ځمکه د پوهنې وزارت ته ورکړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .