قلندر عباد: خپلو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کولو هڅه کې یو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د عامې  روغتیا وزارت سرپرست وايي، خپلو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کولو هڅه کې یو.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن(یکشنبې د لړم ۲۱ مه) د هیلیت نېټ نړیوالې موسسې له اجرائیه مدیر ویلیام روسنګ سره د سرپرست وزیر قلندر عباد د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې په روغتیايي خدماتو او په نړیواله کچه د روغتیا په برخه کې پر همکاریو خبرې اترې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیايي خدماتو پر کیفیت او روڼوالي ټینګار وکړ ویې ویل، موږ هڅه کوو خپلو وګړو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو او نړیوال بنسټونه باید په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .