ملا برادر: د داخلي او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برارد وايي، افغانستان کې د سرتاسري امنیت په راتګ سره د داخلي او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال دفتر تېره شپه ناوخته‌ (سه شنبې د لړم ۱۶ مه) په یوه خبرپاڼه کې د ایران په تهران کې د یوه کنفرانس پر مهال له مېشتو افغان پانګوالو سره د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د لیدنې خبر ورکړی دی.

ښاغلي برادر و ویل، په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو په ځانګړې توګه د پانګوالو او سوداګرو د سر او مال امنیت نه و، خو اوس له نېکمرغه د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت ټینګ شوی او اوس ټول په آرامه فضا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال زیاته کړه،د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس یې د ثبات پر مسیر ګامونه اخیستي، د هېواد د زېربنا رغولو په موخه د لویو پروژو چارې پيل شوې دي، صادراتو مو وده کړې، د اسانه پانګونې او مثمرې سوداګرۍ لپاره مو سیسټم له فساداو بیروکراسۍ څخه پاک شوی او په هېواد کې مو د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي برادر څرګنده کړه، اوسمهال په افغانستان کې د صنعت لپاره د اړتیا وړ برېښنا برابره شوې او د لا وسعت لپاره یېد برېښنا د تولید او هغو برېښنایي پروژو د بشپړولو هڅې روانې دي چې چارې یې ناتکمیلې دي. همداراز صنعتي پارکونو پراختیا موندلې، پر خامو موادو مالیه کمه شوې، د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د لویو لارو بیارغونه پیل شوې ده چې ښه بېلګه یې د کابل- کندهار او سالنګونو لویې لارېاو د اورګاډي د شبکې جوړولو اړوند نورې پروژې دي. ددې لارو په رغولو سره به سوداګري وده وکړي او له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د اموالو په انتقال او ترانزیټ کې به هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

هغه ویلي، د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتو مالیه لوړه شوې چې موږ یې په هېواد کې تولید لرو او په کور دننه او بهر د افغاني تولیداتو لپاره نندارتونونه جوړ شوي دي.

ملا برادر و ویل، په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په راتلو سره نه یوازې افغانانو، بلکې بهرنیو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه برابره شوې،چې ښه بېلګه یې له افغان پانګوالو سره په مشارکت د ترکي، ایراني، عربي، برېتانوي او نورو شرکتونو له لوري د مختلفو کانونو د استخراج قراردادونه ترلاسه کول او پانګونه ده.

د هغه په وینا، د دې لپاره چې پانګوال په دولتي ادارو کې سرګردان او له بیروکراسۍ سره مخ نه شي، د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې له ټولو وزارتونو او ادارو څخه جوړه یوه قوي کمېټه رامنځته شوې، څو په یو وخت کې په ټولو ادارو کې د پانګوالو کارونو ته رسېدنه وشي او په سرعت سره یې چارې پر مخ ولاړې شي.

د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د امنیتي تهدیداتو،اداري فساد، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه اخیستل شوي او د کوکنارو د کښت پر ځای غنمو، پنبې او د نورو زراعتي توکو کښت ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

د ملا برادر په وینا، د لومړنیو خوراکي توکو او په ښه کیفیت د درملو تولید، انرژۍ، کانونو، زراعت، ترانسپورټ،زېربناوو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، روغتیا او نورو برخو کې پانګونه د دې هېواد اړتیا ده، چې شتمن وروڼه باید لومړیتوب ورکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، افغانستان له سمتي، قومي او ژبني تعصب پرته د ټولو افغانانو کور دی او ټول یې د آبادولو مسؤلیت لري،راځئ دا کور په ګډه جوړ کړو او ولس مو له ناورین او د پردیو له احتیاجه خلاص کړو. 

په ایران او نوره نړۍ کې پر مېشتو ټولو افغان کادرونو، ملي سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو غږ کوم، چې راشي، د هېواد په بېلا بېلو برخو لکه کانونو، زراعت، برېښنا تولید، بندونو جوړولو،ترانسپورت، صنعت او دې ته ورته نورو برخو کې پانګونه وکړي او له خپلو هېوادوالو سره یوځای د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړي. موږ به خپل هېواد په خپله جوړ وو او دا د شکر ځای دی چې الله تعالی د سیمې په کچه یو غني هېواد راکړی دی.

د پيغام پای/

Your Comment

You are replying to: .