کابل- ایرنا- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست، نور جلال جلالي، په تهران کې د ماشومانو د فوق تخصصي روغتون "حکیم" څخه په لیدنه کې، ناروغانو او مراجعینو ته د تخصصي خدمتونو له بهیر سره اشنا شو.

د ایرنا خبري آژانس د خبریال د راپور له مخې؛ د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي پنجشنبه د غبرګولي په ۲۲مه د ماشومانو له فوق تخصصي روغتون "حکیم" څخه چې د تهران د طبي علومو پوهنتون تر نظر لاندې اداره کیږي، لیدنه وکړه.

د "حکیم" روغتون د عامه اړیکو د راپور له مخې، دغه روغتون نن د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي او یو شمېر افغان دیپلوماتانو کوربه و.

راپور زیاتوي چې د دې لیدنې په پیل کې، په یوه صمیمانه ناسته کې د روغتون رئیس، ډاکټر علي لباف، قدرمنو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د "حکیم" روغتون د تاریخچې، خدمتونو او راتلونکي لیدلوري په اړه جامع راپور وړاندې کړ.

ډاکټر لباف په دې غونډه کې په ځانګړې توګه د سرطان د جامع درملنې په برخه کې د روغتون پراختیایي پلانونو ته چې د رادیوتراپۍ پر محوریت ولاړ دي، اشاره وکړه او د افغانستان له روغتیایي او درملنیزو بنسټونو سره یې د حکیم د ماشومانو د روغتون پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ ترڅو افغان ناروغانو ته تخصصي او نوي درملنیز خدمتونه وړاندې شي.

راپور زیاتوي، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر هم د تود هرکلي او کوربه توب څخه د مننې ترڅنګ، د ماشومانو د روغتیا او درملنې په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د افغان ماشومانو لپاره یې د درملنیزو خدمتونو د کچې د لوړولو غوښتنه وکړه.

د غونډې له پای ته رسېدو وروسته، د روغتیا وزیر او ورسره مل پلاوي د روغتون له بېلابېلو درملنیزو څانګو څخه لیدنه وکړه او ناروغانو ته د درملنیزو خدمتونو له بهیر سره اشنا شول.

د ایرنا د راپور له مخې، نور جلال جلالي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د "بقیةالله" له پوهنتون او روغتون څخه هم لیدنه کړې وه او له ایراني مرکزونو سره یې پر روغتیایي همکاریو ټینګار کړی و.

د پیغام پای.