کابل- ایرنا - د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل: د عربي هېوادونو لپاره د ټرمپ بېلګه خامخا ناکامه ده.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو ښوونکو نن شنبه د غوايي ۲۷مه د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله سید علي خامنه اي سره وکتل.

ښوونکي د اسلامي انقلاب د رهبر له پام وړ قشرونو څخه دي او له فرهنګیانو سره د هغه بېلابېلې کتنې تل په هېواد کې د پوهنې او روزنې د کچې لوړولو په موخه مهم ټکي، سپارښتنې او غوښتنې لري.

حضرت ایت الله خامنه اي په دې کتنه کې د فارس خلیج حوزې هېوادونو ته د امریکا د ولسمشر سفر ته په اشارې سره وویل: په سیمه کې د امریکا د ولسمشر وروستۍ خبرې د ویونکي او د امریکا ملت د شرم وړ دي.

هغه زیاته کړه چې ټرمپ وویل چې غواړي له قدرت څخه د سولې لپاره کار واخلي؛ دروغ یې وویل. امریکا له "قدرت" څخه د سولې لپاره نه، بلکې د غزې د ماشومانو او خلکو د وژلو لپاره کار اخیستی دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه چې د عربي هېوادونو لپاره د ټرمپ بېلګه خامخا ناکامه ده او د سیمې د ملتونو په همت، امریکا باید له دې سیمې څخه ولاړه شي او وبه وځي.

د خبر پایله/.