کابل-ایرنا- په تهران کې د افغانستان سفارت فرهنګي استازي او د ایران د اسلامي اړیکو او فرهنګ سازمان د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو او مطالعاتو د پراختیا مرستیال، د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د زیاتولو او پیاوړي کولو په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال د خبر له مخې؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولینو نن پنجشنبه د غویی میاشتې په ۱۸مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې په تهران کې د سرپرست دولت د سفارت د فرهنګي استازي عزت الله آصف له عبدالرضا راشد سره چې په تهران کې د اړیکو د پراختیا مرستیال دی، د لیدنې خبر ورکړ.

دواړو لورو په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د زیاتولو او پیاوړي کولو په اړه خبرې وکړې.

علی رضا راشد د لا زیاتو او ښو همکاریو لپاره خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.

عزت الله آصف هم د نوي کال د فرهنګي پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او له دغه سازمان څخه یې د دغو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د لا زیاتې او اغېزناکې همکارۍ غوښتنه وکړه.

دواړو لورو له ترسره شویو خبرو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، د دغو اړیکو د ټینګښت او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د مستقیمې اړیکې د کانال د رامینځته کولو په لټه کې شول او دا لیدنه یې په راتلونکي کې د لویو فعالیتونو پیل ټکی وباله.

د خبر پایله.