په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال د خبر له مخې؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د سه شنبې په شپه، د غویی د میاشتې ۱۶مه، په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې د دغه وزارت د ځوانانو چارو معین محمد یونس راشد سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال اندریوپاولسبرتون د لیدنې خبر ورکړ.
پاول په دې لیدنه کې وویل: افغانستان ته دا زما لومړی سفر دی او غواړم د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق د پروژو په اړه د امارت له اړوندو بنسټونو سره خبرې وکړم او د خپلو پالیسیو په رڼا کې، د فعالیتونو د دوام او د هغوی د احتمالي پراختیا په اړه مسوولینو ته معلومات ورکړم.
پاول د ځوانانو چارو معین ته ډاډ ورکړ چې ملګري ملتونه په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې د افغانستان مثبت او حقیقي انځور نړۍ ته وړاندې کړي.
محمد یونس راشد پاول ته وویل: د مغرضو رسنیو د ناسم معلوماتو پرځای، په افغانستان کې موجود سرتاسري امنیت، د خلکو د ابادۍ او سوکالۍ لپاره هڅې او نور مثبت اقدامات او بدلونونه له نږدې وګوري.
راشد د هغو پروژو په فعالیتونو خوښي څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق په مالي ملاتړ او د ځوانانو چارو معینیت او همکارو موسسو ترمنځ د هوکړې له مخې دوام لري، او هیله یې څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه د افغان ځوانانو لپاره د زده کړې، تحصیلاتو، د کاري او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او روغتیایي مرستو په برخه کې خپل ملاتړ پراخ کړي، ترڅو د هیواد ځوانان د غیرقانوني مهاجرت، بېکارۍ او نورو ننګونو په وړاندې په مبارزه کې بریالي شي او د هیواد د ابادۍ او د خلکو د سوکالۍ په لاره کې خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.
د خبر پایله.