کابل-ایرنا په کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې هیواد ته د راستنیدونکو سره د فوري او اساسي مرستو په رسولو کې د خپل هیواد د چمتووالي ډاډ ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال د خبر له مخې؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت چارواکو د سه شنبې په شپه، د غویی د میاشتې ۱۶مه، د دغه وزارت د سرپرست دین محمد حنیف سره په کابل کې د قطر سفارت د شارژدافیر مُردِف القاشوطي د لیدنې خبر ورکړ.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د ټینګښت او د راستنیدونکو ستونزو ته د اغیزمنې رسیدګۍ په اړه خبرې وکړې.

د اقتصاد وزارت سرپرست له قطر سره د افغانستان اړیکې مخ په وده وبللې او د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د راستنیدونکو لپاره د فوري اړتیاوو او اساسي خدماتو د وړاندې کولو په اړه یې خبرې وکړې او د قطر د بشري او پراختیایي مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

په کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر مُردِف القاشوطي د راستنیدونکو مهاجرینو د ستونزو د حل پروسه د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د سازمان د بنسټونو ملاتړ او ګډون ته اړتیا وبلله او د اقتصاد وزارت سرپرست ته یې د راستنیدونکو سره د فوري او اساسي مرستو په برخه کې د خپل هیواد د چمتووالي ډاډ ورکړ.

د خبرپایله.