په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت چارواکو د شنبې د وري ٢٣مه، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د حکومت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوه پلاوي د کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په خاص کنړ ولسوالۍ کې د راستنیدونکو کډوالو لپاره په ۳۸۲ جریبه ځمکه کې د استوګنې ښارګوټي د جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده.
په مطبوعاتي اعلامیه کې زیاته شوې: د ښاري پراختیا او کور جوړونې سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، راستنیدونکو کورنیو ته د نمرو ویشلو پروسه پیل کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې هغو کورنیو چې د دایمي استوګنې لپاره امتیازونه ترلاسه کړي دي خپله خوښي څرګنده کړه.
په مطبوعاتي اعلامیه کې زیاته شوې: د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت هڅه کوي چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د عالي کمیسیون لخوا چمتو شوي لیست پراساس، له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنیدونکو اړمنو کورنیو ته نمرې وویشي.
د ایرنا په وینا، د دې استوګنې ښارګوټي د بنسټ ډبره په داسې وخت کې کېښودل شوه چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه ګړندۍ شوې ده.
د پیغام پای/