په ننګرهار کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د ننګرهار ولایت د والي د رسنیو دفتر نن د یکشنبې په ورځ د وری په ۱۷مه، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې اووه کسان د امنیتي ځواکونو لخوا د ۷۸،۰۰۰ جعلي افغانیو سره په داسې حال کې ونیول شول چې غوښتل یې په دوکانونو کې توکي واخلي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده: نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي چارواکو ته معرفي شي.
د پیغام پای/