کابل - ایرنا - د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر وویل: اسلامي امارت د یوې مسؤلې ادارې په توګه د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره کار کوي.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن پنجشنبې د وری ۱۴مه، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دې وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د کوچني اختر په دریمه ورځ په کابل کې د کابینې له ګڼو غړو، یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او عامو خلکو سره ولیدل.

لیدونکی د کوچني اختر په رارسېدو خوښي څرګنده کړه او د هیواد اوسنی امنیت یې د جهاد او اسلامي نظام پایله وبلله. دوی د اسلامي امارت د پرمختګ ستاینه وکړه او په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره یې د امنیتي ادارو هڅې وستایلې.

عبدالکبیر په غونډه کې وویل: "اسلامي امارت د یوې مسؤلې ادارې په توګه د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره کار کوي او په دې برخه کې د خلکو همکاري خورا مهمه او اغیزمنه ده."

هغه زیاته کړه: د هېواد د ستونزو حل او پرمختګ د اسلامي نظام په برکت دی، او امنیتي ادارې او مجاهدین د خلکو په همکارۍ د تلپاتې سولې لپاره شپه او ورځ کار کوي.

د پیغام پای/