کابل - ایرنا - د افغانستان د سرپرست حکومت سترې محکمې د کوچني اختر په مناسبت د هیواد له زندانونو څخه د ۲۴۰۰ څخه زیاتو بندیانو د خوشې کیدو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت سترې محکمې نن د وری ٩مه، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت رهبر د حكم او د سترې محکمې رییس شیخ عبد الحکیم حقاني په هدایت د یوه مشخص طرز العمل په اساس د هېواد په کچه له زندانونو څخه ۵۶۱۵ مستحق زندانیان له بنده آزاد او یا د بند موده کې تخفیف ورکړل شو.

د یادو زندانيانو له ډلې ۲،۴۶۳ هغه زندانیان چې د عفوی مستحق و و خوشي شول او ۳،۱۵۲ نور بندیان چې د تخفیف وړ وو د بند په موده کی تخفیف ورکړل شو.

د یادونی وړ ده چې د کوچني اختر په مناسبت د بندیانو د هیئتۍ لپاره طرز العمل د سترې محکمي د قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د یوه مؤظف پلاوي لخوا چې د قضائي تفتيش عمومي ریاست معاون د زندانونو چارو د سمون ادارې استازي د کورنیو چارو وزارت د جرائمو د کشف لوی ریاست استازي د کابل ولایت د جنايي تحقيقاتو استازي د احکامو او فرامینو د تعقیب لوی ریاست استازي او د استخباراتو لوی ریاست استازي یې غړيتوب درلود لخوا ترتیب او سترې محکمې د مقام د دفتر ریاست لخوا په مكتوبي بڼه د حکومت رهبر ته وړاندې شو.

د پیغام پای/