کابل - ایرنا - د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په فاریاب ولایت کې د ۱۳ ټولګي لرونکي ښوونځي د جوړولو خبز اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ چارواکو نن سې شنبه د وری ٥مه نیته د دې سازمان په ایکس پاڼه کې لیکلي: د فاریاب ولایت په یوه لرې پرتې ولسوالۍ کې نږدې ۶۰۰ زده کونکي به د ژمي له رخصتیو وروسته په یوه نوې ۱۳ ټولګي لرونکی ودانۍ کې چې په لمریزې انرژۍ سمبال ده او د UNHCR لخوا جوړه شوې ده، درسونه پیل کړي.

 د ادارې چارواکو وویل چې دا زده کونکي د خیمو لاندې، په خلاصه هوا کې، یا په ویجاړو ودانیو کې زده کړې کولې.

 د ایرنا په وینا، د هیواد په ډیری ولایتونو کې افغان ښوونځي ودانۍ نلري، او زده کونکي د دوبي په موسم کې د خیمو او ویجاړو صنفونو لاندې زده کړې کوي.

 د پیغام پای/