کابل - ایرنا - پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دغه هیواد ته د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر به سفر وکړي.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د پاکستان جنګ ورځپاڼې نن سې شنبه، د وری ٥مه راپور ورکړ چې د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي به له اختر وروسته پاکستان ته سفر وکړي.

رسنۍ لیکلي: دا روښانه نه ده چې پدې سفر کې به په کومو موضوعاتو بحث وشي. د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پیغام پای/