په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د باميانو ولايت د رسنيو دفتر نن پنجشنبه د کب په ٣٠مه، په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغه ولايت والي مولوي عبدالله سرحدي د يوه پلاوي په ملتيا د قدر شپه د نمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د بامیان ولایت والي د بامیان ښار په مرکز کې د قدر شپه په مراسم کې د مومنانو د دعاګانو د قبولیت په هیله وویل: امام علی(ع) او اولادونو یې د اسلام د دین لپاره ډیر زحمتونه ګاللی او د خدای د رضا لپاره یې خپلې وینې تقدیم کړی، چې نن ورځ دوی پخپله د اسلامي ټولنو وياړونه دي او حضرت فاطمه زهرا او د هغې لور حضرت زينب کبری(س) د مسلمانو ښځو لپاره د حجاب او اسلامي فضيلتونو نمونې دي.
مولوی عبدالله سرحدی په دې خبرې سره چې د قدر شپه د رسول اکرم او پیغمبرانو طریقه او د اسلامی ورورولۍ نښه ده وویل: د مسلمانانو عزت په یووالی کې نغښتی دی او د نړۍ د مسلمانانو ترمینځ د ورورګلوۍ، اتحاد او اتفاق د رامینځته کولو او د نړۍ د عزت او مقام د ترلاسه کولو یوه لاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پیروی او د قدر شپه د احیا کول دی.
د باميانو والي په باميانو ولايت کې عامو خلکو او په ځانګړي ډول د قدر د شپې د احیا کولو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه: هغه جوماتونه او تکيې چې د قدر شپه په کې احیا کېږي د امنيتي ځواکونو تر کلکو تدابيرو او د باميانو ولايت د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې تر مستقيمې څارنې لاندې دي او د دې سيمې خلک بايد هيڅ ډول انديښنه ونه لري او په ډاډمنه توګه د شپې په عبادتونو بوخت شي.
د ایرنا د خبر له مخې، تیره شپه د هیواد د مختلفو ولایتونو اوسیدونکو د روژې د مبارکې میاشتې د ١٩ مې شپه د حضرت علی علیه السلام د غمیزې په یادولو سره د خدای په دربار کې په دعاګانو سره تیره کړه.
د پیغام پای/