کابل – ایرنا- د یو شمېر نړیوالو موسسو چارواکو د افغانستان له روغتیا ریاست سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي نن سه شنبه د کب په ۲۸مه په کابل کې د روغتیا نړیوال سازمان له مشر اډوین سینیزا سلاوډر، د یونیسیف ادارې له مرستیالې، ګاوي ادارې له مسؤلینو او نړیوال بانک له استازو سره ناسته ترسره کړه.

 په دې ناسته کې افغانستان کې د وقایوي خدمتونو اړوند معافیت برخې د فعالیتونو پر څرنګوالي، د کیفیت پر ښه والي او د پوښښ ساحې پر پراختیا خبرې وشوې.

جلالي د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د واکسین برنامې پر ښه تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل: هڅه کوو چې له خپلې داخلي بودجې څخه هم په معافیت برخه کې کار وکړو؛ ترڅو  یاده برخه لا پیاوړې کړو.

همدارنګه د نړیوالو ادارو په ځانګړې توګه د یونیسیف او ګاوي مسؤلینو د دوامدار ملاتړ ډاډ څرګند او د واکسین برنامې ښه تطبیق برخه کې یې د ژمنتیا ډاډ ورکړ.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د معافیت برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي او د واکسین تطبیق پر مټ د مخنیوي وړ ناروغیو لپاره هڅې ترسره کړي.
 د پیغام پای/