کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې د امریکا حکومت حق نه لري چې د ایران د بهرنۍ پالیسۍ دیکته وکړي.

د ایرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی یکشنبه د کب د میاشتې په ۲۶نیټه په خپله ایکس پاڼه کې ولیکل: د امریکې حکومت د ایران د بهرنی سیاست د دیکته کولو حق نه لری. دا دوره په ۱۳۵۷ کال پای ته ورسېده.

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: تېر کال بایډن د نسل وژنې رژیم ته د ۲۳ ملیارده ډالرو په بې ساری ډول د ورکولو دوی غافل کړ. تر شپیتو زرو زیات فلسطینیان ووژل شول او نړۍ یې پړه پر امریکا واچوله.

 هغه څرګنده کړه: د اسرائیلو د نسل وژنې او ترهګرۍ ملاتړ بند کړئ. د یمن د خلکو وژنه بنده کړئ.

 د پیغام پای/