کابل – ایرنا- د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د عمان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په یو خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د دغه وزارت سرپرست مولوی امیرخان متقي د عمان د سوداګرۍ، صنایعو او پانګوني له وزیر قیس بن محمد آل یوسف سره وکتل.

 په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ترانزیت د زیاتوالي پر لارو چارو خبرې وکړې او د افغانستان او عمان ترمنځ د سوداګریزو هیئتونو او خصوصي سکټور پر تبادلې هم هوکړه وشوه.

 په دې کتنه کې توافق وشوه چې د دواړو هېوادونو ټیمونه او سکتوري دفترونه به د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، د خوراکي توکو د خوندیتوب او ټرانسپورټي مسایلو په اړه خپل تخنیکي بحثونه پیل کړي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روانې اونۍ په سر کې عمان ته لاړ.
 د پیغام پای/