په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د هرات ولايت د امر به معروف او نهی عن المنکر د رياست مشر عزيزالرحمن مهاجر نن شنبه د کب په ١٨مه وويل: د دغه رياست مسوولين د ښار له بېلابېلو سيمو څخه يو شمېر تاريخي نیري خوراکي او غير خوراکي توکي راټول کړي او سوځولي يې دي.
خبرځاى زياته کړه: په همدې حال کې دپوليسو له خوا د قلیان يوه اندازه وسايل هم له منځه وړل شوي دي.
د مهاجر په وينا، پلټونکي په پرله پسې ډول بازارونه او مالونه څاري چې د احتکار، د معياري وزن د کمښت، درغلۍ او همدارنګه د ناقانونه او زيانمنو توکو د پېر او پلور مخه ونيسي.
دهرات ښاريان دهرات ولايت د امر به معروف او نهی عن المنکر رياست ددغه اقدام هرکلى وکړ او ويې ويل چې د بې کيفيته موادو په راټولولو سره به هټيوال دې ته اړ کړي چې معياري او سالم توکي وپلوري او دغير معياري توکو له پلورلو څخه ډډه وکړي.
د پیغام پای/