په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د نړیوالې سولې او اقتصاد بنسټ نن په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له راتګ وروسته په دغه هېواد کې ترهګري کمه شوې، خو په پاکستان کې ۴۵ سلنه زیاته شوې ده.
د دغه نړیوال سازمان راپور زیاته کړه: په افغانستان کې د سرپرست حکومت له رامنځته کېدو وروسته په دغه هیواد کې ترهګری په بې ساري ډول کمه شوې ده، خو له بلې خوا یې په پاکستان کې شدت پیدا کړ او ۱۰۸۱ کسان یې ووژل.
د دغه راپور له مخې، افغانستان د پرله پسې دویم کال لپاره د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې نه دی، چې ترورېزم ډېر ځپلی او سږ کال د تېرو کلونو په پرتله په نهم ځای کې راغلی دی.
د نړیوالې ترهګرۍ د سکټور په کلنۍ درجه بندۍ کې پاکستان دویم هېواد دی چې د ترهګرو بریدونو له امله تر ټولو ډېر تلفات لري.
په دغه راپور کې د لوېدیځې افریقا بورکینا فاسو هېواد د تروریستي بریدونو په سر کې دی چې ۱۵۳۲ کسان یې وژلي دي.
د ایرنا د راپور له مخې، د سولې او نړیوال اقتصاد بنسټ د سولې د کچې له مخې د ۱۷۲ هېوادونو او خپلواکو سیمو (چې د نړۍ ۹۹،۷ سلنه نفوس جوړوي) د سولې درجه بندي کوي.
د پیغام پای/