کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت مرکزي بانک اعلان وکړ له دې مخې د افغان حاجيانو ټول مالي لګښتونه یوازې په افغانيو اخيستل کيږي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت مرکزي بانک نن پنجشنبه د کب ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دغه بانک له اوږدمهاله هڅو همغږی او تخنيکي بحثونو وروسته، له اړوندو ادارو سره یوې مهمې هوکړې ته ورسید چې له مخې به یې له دې وروسته د افغان حاجيانو ټول مالي لګښتونه یوازې په افغانيو اخيستل کيږي.

 خبرځاى زياته کړه: دا پرېکړه د پولي ثبات په لاره کی یو مهم گام دی چی د افغانيو ارزښت لوړوي. افغانی زمونږ د ملي هویت نښه ده او په سوداګریز و راکړو ورکړو کې يې کارونه ملي مسئولیت دی.

 د افغانستان د سرپرست حکومت د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر هم نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د ډالر له نومولو پرته اعلان وکړ چې د هر افغان حاجي مالي لګښت ٢٨٣ زره او ٩٠ افغانۍ دی.
 د پیغام پای/