کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند تیر کال له ۱۵ زره ټنو څخه د زیاتو طبي بوټو د صادراتو خبر اعلان کړل.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده د شنبې په شپه (د سلواغه ۲۰مه) وویل: افغانستان تر ۲۰۲۴ کال پورې د څه باندې ۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۵،۲۰۰ ټنه طبي بوټي صادر کړي دي.

 ده زياته کړه: دغه اندازه طبي بوټي هند، متحده عربي اماراتو، پاکستان، ترکيې، قرغزستان، ايران، چين، امريکا، کاناډا، جاپان، اوکراين، روسيې او نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

 د ایرنا په وینا، په هیواد کې له ٢٠ څخه زیات ډوله طبي بوټي کښت کیږي چې ترټولو مهم یې اینجه، زیړه او شیرین بویه دي، او د افغانستان اقلیم د دې بوټو سره مطابقت لري او د دغه هیواد د ټول صادراتو نږدې څلورمه برخه جوړوي.

د پیغام پای/