کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې باندې په ټینګار سره چې افغانان زمونږ وروڼه دي وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت حقابې د خبرو اترو له لارې ترلاسه کیږي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د جمعې په ورځ د مرغومی ٢١مه وویل: موږ باید باور ولرو، هغه وخت رسيدلي چي خپل هدف ته ورسیږو، افغانان زموږ وروڼه دي، مسلمانان د مسلمانانو وروڼه دي، نه دښمنان. کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مکه فتحه کړه، نو د کفارو ټولو مشرانو تسليم شو، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ټول مسلمانان وروڼه دي. نه وویل څوک چي نوي مسلمان شوي. که موږ مسلمانان یو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت او د خدای کتاب ومنو، موږ ټول سره وروڼه یو.

پزشکیان زیاته کړه: راځۍ چې یو له بل سره مرسته وکړو تر څو د هغه لوري (افغانستان) او دې غاړې دواړه آباد شي. د هر چا ګټه به وي او هر څوک به وګټي، که موږ خپل نظر سم کړو نو ټول مسلمانان به عزت ته ورسېږي.

 هغه پر دې په ټینګار سره چې ګاونډیانو ته باید د وروڼو په سترګه وګورو، نه د سیالانو په توګه، زیاته کړه: موږ به په حکومت کې د دې بهیر د سمولو لپاره هر څه وکړو.

 د ایران ولسمشر د ایران د حقابې په اړه وویل: والي او د انرژۍ وزارت یو ټیم موظف شوی چې له ګاونډي او ورور هېواد افغانستان سره د دې حقابې په اړه خبرې وکړي. موږ د شته ستونزو د حل لپاره دا لاره تعقیبوو.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو په ځلونو اعلان کړی چې د ایران د اسلامی جمهوریت حقابې ته ژمن دی.

 د پیغام پای/