کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت اعلان وکړ چې د هېواد په ۹ ولایتونو کې له ۲۸ زره جریبه زیاته ځمکه د مهاجرینو د استوګنې لپاره مشخصه شوې ده.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت چارواکو نن شنبه د مرغومی ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت د سرپرست حمدالله نعماني په مشرۍ بې وزله مهاجرینو ته د نمرو د وېش کمېټې، د خپلو ولایتي کمېټو په تازه هڅو په نهه ولایتونو کې ٢٨ زره او ١١٨ جریبه ځمکه تشخیص کړه.

خبرځاى زياته کړه: د کابل په ارغندي ولسوالۍ کې ١١٣٨ جريبه ځمکه، په غزني کې ۵۸۸۰ جریبه، په اروزګان کې ۲۰۰ جریبه، په فراه کې ۵۵۰۰ جریبه، د کندهار په دامان ولسوالۍ کې ۶ زره جریبه، په شبرغان کې ۵۳۰۰ جریبه، په سمنګان کې ۱۷۰۰ جریبه، په سمنګان کې ۷۰۶ جریبه ځمکه په پنجشیر او د بامیان په ولایت کې ۱۸۷ جریبه ځمکه تشخیص شوي دي.

 په غزني، ارزګان، کندهار، شبرغان، سمنګان، پنجشیر او بامیان ولایتونو کې د مشخصو ځمکو د توپوګرافیک سروې هم بشپړه شوې او ډېر ژر به په پاتې ولایتونو کې هم پیل او بشپړ شي.

 د دغې کمېټې منشي انجنیر محمد فهیم زکریا وویل: په اړوندو ولایتونو کې ولایتي کمېټې د کډوالو د اوسېدو لپاره ځمکې تثبیت کوي.

 هغه زیاته کړه: په ټولو ولایتونو کې د ځمکو د انتقال وړاندیز د سرپرست حکومت رهبرۍ ته سپارل شوی دی.

 په خبرپاڼه کې راغلي چې د ښار او کور جوړونې وزارت مسلکي او تخصصي ټیمونه د امارت د رهبرۍ له حکم سره سم په ټولو ولایتونو کې په کار بوخت دي.

 د پیغام پای/