په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو نن پنجشنبه د مرغومی په ۱۳ مه وویل د دغه وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي د کابل ښار د جوی شیر سیمې له ناشرینو او کتاب پلورونکو سره ناسته وکړه.
ناشرینو د اطلاعاتو کلتور وزارت او کابل ښاروالي له هغو هڅو مننه وکړه چې دوی ته یې د جوی شیر سیمې د دکانونو په بدیل کې د کابل ښار د سینمای پامیر سیمه کې د نوي بازار جوړونې زمینه مساعده کړه.
ناشرینو او کتاب پلورونکو خپلو خبرو کې وویل: دوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په بشپړه هماهنګۍ چارې مخته وړي؛ دوی همدا راز ناشرینو ته د جوازونو د توزیع برخه کې هم د وزارت اقدامات وستایل.
د اطلاعاتو کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال دوی ته د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه هڅې یې روانې کړي، تر څو له اداراتو سره په همږغۍ په کور دننه د کتابونو د چاپ بهیر پیل شي.
د مهاجر فراهي په وينا، په دې اقدام سره به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او کورني توليدات به هم په کار واچول شي.
د پیغام پای/