هرات- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د نیمروز ولایت له روغتیايي مرکزونو سره د څه باندې ۱۶۰ زره ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وکړه.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د نيمروز ولايت د رسنيو دفتر نن دوشنبه د مرغومی په ١٠مه، په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د يونيسف ادارې د نيمروز ولايت له روغتيايي مرکزونو سره د ١٦٧ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د درملو، طبي وسايلو او لابراتوار توکو مرسته وکړه.

د يادو مرستو د وېش لړۍ د ريليف نړيوال روغتيايي موسسې له خوا پيل شوې او د روانې اوونۍ تر پايه به د زرنج د ولايتي روغتون په ګډون په ټولو روغتيايي مرکزونو کې چې د دغه بنسټ له خوا روغتيايي خدمات وړاندې کېږي، ووېشل شي.

خبرځاى زياته کړه: په دغو مرستو سره به په نيمروز ولايت کې د ميندو او ماشومانو د روغتيا په ګډون روغتيايي ستونزې هوارې شي او خلکو ته به با کيفيته روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.

د پیغام پای/