کابل- ایرنا- د افغانستان د مرکزي بانک(د افغانستان بانک) ویاند په هېواد کې د بانکي محدودیتونه د کمولو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي،  د افغانستان د سرپرست حکومت د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري د یکشنبې په شپه وویل: په اونیز ډول هیوادوالو کولای شي خپلو حسابونو، هغه حسابونه چې په افغانیو پرانیستل شوي دي، په اونۍ کې ۱۵۰ زره افغانۍ او له ډالري اکونټونو په اونۍ کې ۲ زره ډالر را ایستلای شي. که چېرته غواړي چې په میاشت کې یو ځل له خپلو حسابونو پېسې واخلي. له افغاني اکونټه ۵ سوه زره او له ډالري اکونټه ۶ زره ډالر ایستلای شي.

 هغه زیاته کړه: موږ د الکترونیکي بانکدارۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، اوس د (FP) په نوم برېښنايي کارت فعال شوی دی. د دې کارت لرونکي کولای شي له هر خصوصي بانکه د (ATM)  له لارې په همدغه کارټ پیسې واخلي، د دغه کارټ له لارې له یوه حسابه بل ته پیسې لیږلی شي، بېلانس معلوم وکړي او برق بېل او نور مالیات هم تاویل کولای شي.

 د ایرنا په وینا، د جمهوري نظام له نسکورېدو سره سم د افغانستان بانک د دغه هیواد د بانکي نظام د ساتلو په خاطر، پر بانکونو محدودیتونو لګولي وو چې خلک نه شي کولای په یوه اونۍ کې له خپلو حسابونو څخه تر سلو ډالرو زیاتې وباسي.

د پیغام پای/