کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت مشر د استوګنې په ودانیو کې د کرکیو د ایښودلو په اړه پنځه ماده ییز فرمان صادر کړ چې له مخې یې د استوګنې د ودانیو جوړونکي نه شي کولای د ګاونډي د کور مخې ته کړکۍ کېږدي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده د ودانیو د جوړولو او د ګاونډیو ودانیو په څنګ کې د کرکیو د کیښودلو په اړه پنځه ماده ییز فرمان صادر کړ.

د دې مادې په لومړۍ ماده کې راغلي: که یو څوک په خپل ملکیت کې ودانۍ جوړوي او د کور په خوا کې یې د لارې په اندازه فاصله کې د ګاونډي کور وي نو ابادي کوونکی نشي کولای چې، د ګاونډي کور خواته داسې کړکۍ پرېږدي چې، د هغه د کور انګړ او یا هغه ځایونه چې، ښځې پکې ناسته او ولاړه کوي، ښکاره شي.

د سرپرست حکومت د مشر د فرمان د دويمې او څلورمې مادې له مخې، که چا د ګاونډي د کور په څنډه کې کړکۍ کیښودله، او همدارنګه هغه ودانۍ چې د دغه فرمان له صادرېدو مخکې جوړې شوې وې او د هغوی د کړکیو په داسې حال کې نصب شوي چې د دغه فرمان له احکامو سره په ټکر کې دي، د ودانیو خاوندان مکلف دي چې د شخص د قد په اندازه دیوال په جوړولو سره د ګاونډیانو د زیان مخه ونیسي.

دغه راز د دغه فرمان په درېيمه ماده کې راغلي، ښاروالۍ او نورې اړوندې ادارې مکلفې دي، چې له ساختمانونو څخه څارنه وکړي او د ودانيو پر مهال د ګاونډيو کورونو پر لور د کړکیو د اېښودلو مخه ونيسئ، چې له دغه فرمان سره په ټکر کې دی.

 د پیغام پای/