کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ دفتر (یوناما) سیاسي مشر په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او د بامیان ولایت له کروندګرو سره د مرستې لپاره ډاډ ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، په مرکزي زون کې د یوناما د سیاسي دفتر مشرې میرمن سارا دیمول د بامیان ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په دغه ولايت کې د امنيتي، ټولنيزو ستونزو او دنشه يي توکو دکرکيلې په باب خبرې وکړې.

په مرکزي زون کې د يوناما د سياسي دفتر مشر وويل: د باميانو ولايت له بېلابېلو برخو سره په ليدنو کې دا په داګه شول چې خلک د محلي حکومت د فعالیت او د امنیت د ټینګښت په اړه ډیر خوشبینه دي او خوښ دي چې دا د بامیان د محلي حکومت لپاره یوه مهمه مسله ده.

دیمول په بامیان ولایت کې د نشه یي توکو د کښت، خرڅلاو او قاچاق د وضعیت په اړه وویل: په بامیان ولایت کې د نشه یي توکو کښت، پلور او قاچاق د بامیان ولایت د سیمه ییز حکومت د رهبرۍ په مستقیمو هڅو او مدیریتي پلانونو سره له دغې خطرناکې پدیدې سره د مبارزې لپاره د بامیانو په کچه خورا په نښه او اغېزمن شوی دی، چې د ډېر ستاینې وړ دی.

هغه په نشه يي توکو د نارینه او ښځینه روږدو کسانو د درملنې لپاره د روغتیايي مرکزونو جوړول او په بامیانو کې د کروندګرو د ملاتړ لپاره لپاره د دې دفتر ډاډ ورکړ.

د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي وویل: د اسلامي امارت د مسؤلینو په هڅو په بامیان ولایت کې د نشه یي توکو پدیده صفر ته راټیټه شوې او د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مسوولینو له خوا عملیات بې له ځنډه دوام لري.

هغه د یوناما د دفتر له رئیس څخه وغوښتل چي د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د ۳۰ بستریز روغتون د کار د دوام ترڅنګ، د بزګرانو د ودې او ملاتړ لپاره او د نشه یي توکو د کرکيلې د بدیل کښت په توګه باید د د غنمو د اصلاح شوي تخمونه، هینګ او هر ډول غرني بوټو د بامیانو په مرکز او ولسوالیو کې پر بزګرانو وویشل شي.

 د پیغام پای/