کابل- ایرنا- د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت مرستیال وویل: موږ چمتو یو چې له افغانستان څخه مېوې او سبزیجات وپېرو او نورو هېوادونو ته یې د لېږد اسانتیا برابره کړو.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وویل د دغه وزارت مرستیال او کفیل، مولوي صدراعظم عثماني، په کابل کې د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت مرستیال کایرات توربایف سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو هېوادونو د کرنیزو محصولاتو صادراتو، بازارموندنې، د لوړ کیفیت محصولاتو تولید او د صادراتو او وارداتو په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه خبرې وشوې. په ځانګړې توګه د غوړیو، اوړو، پنبې او د څارویو سرې د تولید په اړه بحث وشو.

د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال مولوي عثماني په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ د وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

 هغه زیاته کړه: موږ د لوړ کیفیت محصولاتو د تولید په برخه کې همکارۍ ته اړتیا لرو او د هر هغه هېواد چې غواړي په دې برخه کې راسره مرسته وکړي، هرکلی کوو.

د قزاقستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر مرستیال د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو همکاریو څیړل وبلل او ویې ویل: موږ د غوړیو او اوړو په تولید کې معیاري او لوړ کیفیت محصولات لرو او غواړو چې دا محصولات افغانستان ته صادر کړو.

همدارنګه، هغه زیاته کړه موږ چمتو یو چې د افغانستان محصولات لکه مېوې او سبزيجات وپېرو او نورو هېوادونو ته یې په لېږد کې مرسته وکړو.

ورپسې د KazakhExport JSC شرکت استازي ابیلکایروف عدلت په فضایي نقشه جوړونه او د فضا له لارې عکاسي کې د همکارۍ پر امکاناتو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د قزاقستان د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ.

 د پیغام پای/