په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، نن پنجشنبه د جدي په شپږمه، د افغانستان سرپرست حکومت پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې لیکلي: د شوروي سرو لښکرو پر افغانستان هغه مهال برید وکړ چې، د افغانانو دين، آزادي، آبادي او اجتماعي امنیت هرڅه له جدي خطر او تهدید سره مخ شول.
په اعلامیه کې راغلي چې د افغان میړني ولس د دغه تجاوز په وړاندې کرار نه کيناستی؛ بلکې په یوه غږ، اتحاد او زړورتوب سره د سرو لښکرو په وړاندې ودریدل او د جهاد په لاره کې له خپل سر، مال او هرڅه څخه تېر شول.
د دې اعلامیه د مخي، افغانانو د قربانیو، هجرتونو، شهادتونو او جهادي ستومانیو په نتیجه کې د الله جل جلاله په نصرت سره ۹ کاله وروسته داسې ورځ هم راغله چې همدې مغرورو سرو لښکرو په افغانستان کې په ذلت سره ماته وخوړه او په ټیټ سر له افغانستان څخه وتښتیدل.
په بله برخه کې راغلي چي، دا جریان ثابتوي چې افغانان په خپل دین مین خلک دي، خپله آزادي او استقلال ورته ارزښت لري او د خپلې عقیدې په دفاع کې له هرڅه څخه تېر دي.
دغه اعلامیه تاکید وکړ دا ویاړلی امت به همیشه همداسې سر لوړی، متحد او په خپل دین ولاړ پاتې وي.
همدا راز ویل شوي چي، اسلامي امارت د جدې پر شپږم د شوروي اتحاد یرغل غندي او په وړاندې یې د افغانانو په جهاد او سرښندنه افتخار کوي، له شوروي ښکېلاک څخه د آزادۍ او جهاد په لاره کې ټولو شهیدانوته د جنت لوړ مقامونه، زخمیانو او معیوب شوو ته اجرونه غواړي.
خبرځاى زياته کړه: دغه ورځ راتلونکي نسلونه متوجه کوي چې همیشه باید د خپل دین او وطن څخه د دفاع په لاره کې د خپلو اسلافو لاره تعقیب او د هر ډول تجاوز او ظلم پر وړاندې په میړانه ودریږي.
د ایرنا په وینا؛ له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدې په شپږمه، د پخواني شوروي سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ او ۹ کاله یې دغه هېواد اشغال کړ.
د پیغام پای/