کابل- ایرنا- په افغانستان کې د پاکستاني پوځیانو د بمباریو په اړه له غبرګونونو وروسته د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال پاکستان ته خبرداری ورکړ چې اسلامي امارت به د افغانانو په دفاع کې ځنډ نه کوي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ارګ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دکابل پوهنتون د محصلینو د فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبير وويل : کابل پوهنتون د هېواد په کچه په علمي ډگر او د ځوانانو په روزنه کې اغیزناکه ونډه لري. نوموړي په ډاګه کړه، چې اسلامي امارت د تحصيلي بنسټونو فعالیت ته اړينې اسانتياوې چمتو کړي او دا مهال محصلین د عصري زده کړو تر څنگ په ديني روحيه روزل کېږي.

د سياسي مرستيال په وينا، د هېواد تحصیلی نظام اسلامي او د افغاني ارزښتونو په رڼا کې کار کوي او د كوم لوري تر تاثير لاندې نه دی.

د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د بیا پرانستلو هرکلی وکړ او ویې ویل: اسلامي امارت په خپله خاوره کې وسله والو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او پر افغانستان د ناسمو تورونو لګول نه يوازې ګټه نه لري، بلکې د اړيکو د خرابېدو او تاوتريخوالي سبب کېږي.

 د سرپرست حکومت دغه چارواکي پاکستان ته خبرداری ورکړ: اسلامي امارت له افغانانو په دفاع کې ځنډ نه کوي او نه هم افغان حکومت د کوم لوري فرمایشونو ته غاړه ږدي.

د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ د تیرې شپې په بمبارۍ کې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په څلورو کلیو کې ۴۶ کسان وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوی دی چې اکثره قربانیان یې ښځې او ماشومان دی.

 د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت هم خبرداری ورکړی چې دغه بریدونه به بې ځوابه پرې نه ږدي.

 د پیغام پای/