په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن چهارشنبه د مرغومی ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په کابل کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیت د تړون (APTTA) پر نهايي کولو او د Cross - Stuffing پر موضوع ټینګار وکړ.
پاکستاني پلاوي د افغانستان د توکو او ټرانزیټ لپاره د یوې مشخصې سیمې د ټاکلو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
پاکستاني پلاوي دپاکستان له طرفه د سوداګرۍ او ټرانزیټي خنډونو پر لرې کولو، د بانکي تضمین په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو او د دوه فیصده مالیاتو د کمولو په اړه خبرې وکړې.
دواړو خواوو موافقه وکړه چې د نړیوالو سوداګریزو معیارونو سره سم همکاري وکړي. دغه وزارت زياته کړه: په دې کتنه کې د سوداګرۍ په برخه کې د ترجیحي تجارت په باب هم تصميم ونيول شو چې د افغانستان د صادراتو د موسم له مخې د دواړو هېوادونو تر منځ څلور توکي له افغانستان او درې له پاکستانه تبادله کېږي.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان په چارو کې د پاکستان خاص استازی محمد صادق خان پرون په افغانستان کې د دغه هیواد د هوایی حملو له ډالۍ سره کابل ته راغی.
د پیغام پای/