کابل- ایرنا- د لبنان حکومت د صهیونیسټ رژیم د اوربند له موافقې د پرله پسې سرغړونې له امله د ملګروملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د لبنان د بهرنیو چارو وزارت سه‌شنبه د مرغومی په څلورمه په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د دایمي استازي له لارې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو شکایت وړاندې کړ چې په کې د اوربند له تړون څخه د پرله پسې سرغړونې او د امنیت د ټینګښت اړوند مکلفیتونه د ۱۷۰۱ نمبر پریکړه لیک له پلي کیدو سره سم دي.

د لبنان په شکایت کې راغلي دي چې صهیونیسټي رژیم له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې (له ۷ لیندۍ څخه تر ۲ مرغومی) ۸۱۶ ځله د اوربند له موافقې سرغړونه کړې ده.

 د لبنان په شکایت کې ټینګار شوی دی: د لبنان د سرحدی کلیو بمبارول، د کورونو بمبارول، د استوګنې د سیمو ویجاړول او د لارو بندول، د وضعیت د ارامولو او د پوځي تاو تریخوالي د مخنیوي هڅې کمزورې کوي او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ترلاسه کولو په موخه د نړیوالو هڅو لپاره یو جدي ګواښ دی؛ دا سرغړونې د ١٧٠١ پریکړه لیک د احکامو پلي کولو لپاره د لبنان هڅې هم خنډوي.

 د لبنان د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیسټ رژیم له تیریو سره سره د اوربند د موافقې د احکامو په پابندۍ ټینګار وکړ. دغه وزارت همداراز د یونیفل د ځواکونو او د لبنان د پوځ د ملاتړ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه چې د هیواد د حاکمیت د ساتنې تضمین دي.

 د صهيونېسټ رژيم او لبنان ترمېنځ اوربند د نړيوالو په منځګړيتوب د چهارشنبه په سهار (د لیندۍ ۷مه) نافذ شو. د دې هوکړه لیک له تنفیذ کېدو راهیسې، اسرائیلي پوځ څو ځلې له هغې څخه سرغړونه کړې او د دغه هېواد په جنوب کې یې ځینو ښارونو او کلیو ته د لبناني کډوالو د تګ مخه نیولې ده.

د پیغام پای/