کابل- ایرنا- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ډاډ ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي؛ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له نوي ټاکل شوي سفارت سرپرست سره د دغه خونې د مشرتابه پلاوي تعارفي غونډه وکړه.

د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د اسیا د هېوادونو په تېره بیا د ایران، چین او افغانستان پر یووالي ټینګار وکړ.

 هغه زیاته کړه: د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصاد پیاوړتیا د سوداګریزو راکړو ورکړو په زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې د بنسټ په برابرولو پورې تړلې ده.

 په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت نوي سرپرست علیرضا بیکدلي ډاډ ورکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګریزې، اقتصادي، ټرانزیټي او سیاسي اړیکې لا پراختیا ومومي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د صادراتو او وارداتو د توازن په خاطر دې د افغانستان د وچې مېوې پر وارداتي ترجیحی تعرفې په پام کې ونیسي.

 د پیغام پای/