کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) اعلان وکړ چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۳۰ زره رضاکاران فعالیت کوي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) نن دوشنبه د مرغومی ۳ مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: د دوی د هویت او موقعیت پرته، د روغتیا په برخه کې ۳۰ زره سیمه ییز رضاکاران په ښارونو، ښارګوټو او یا هم ډیری لیرې پرتو کلی د هر ماشوم لپاره، د میشتو سیمو او روغتیایی مرکزونو ترمنځ د رسمي اړیکو په توګه کار کوي.

خبرځاى زياته کړه: دغه رضاکاران د ملګروملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (يونيسف) له خوا ملاتړ کيږي.

د ایرنا د راپور له مخې، د روان کال د لیندۍ په ۱۵مه یوناما اعلان وکړ چې ۲۹۴ بهرني رضاکاران په افغانستان کې کار کوي.

د پیغام پای/