په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د یونان ساحلي ګارد د شنبې په شپه اعلان وکړ چې اته تنه هغه مهال مړ شول چې د مهاجرو یوه کښتۍ د دغه هیواد په اوبو کې ډوبه شوه.
دا کښتۍ د ساحلي ګارد له ګزمې څخه د تیښتې په حال کې وه چې د یونان په ختیځ کې د روډس جزیره ته نږدې ډوبه شوه. د یونان د ساحلي ګارد په عملیاتو کې ١٨ کسان، له افغانستان څخه ۱۲ نارینه، ۳ ښځې او درې ماشومان ژغورل شوي دي.
د یونان ساحلي ګارد ویلي چې دوی دوه ترکي اتباع د دغو مهاجرو د قاچاق په تور نیولي دي.
د پیغام پای/