کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت رهبر د امارت د هغو همکارانو په اړه چې په مجازاتو محکوم شوي او یا تر قانوني تعقیب لاندې دي، د پخواني حکومت د محاکمو حکمونه او فرمانونه لغوه کړل.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت نن یکشنبه د مرغومی په ۲ مه، د تېرې ادارې د محاکمو، څارنواليو او كشفي ارګانونو د مجاهدينو په اړه د جزايي فيصلو قرارونو او د عدلي تعقيبونو په هکله د هبت الله اخندزاده فرمان خپور کړ.

په فرمان کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت هغه مجاهدین او نور عام متدين مسلمانان چې د مجاهدينو سره د همکارۍ په تړاو د تېرې ادارې د محاکمو له خوا په مجازات محکوم شوي وي او يا هم تر عدلي تعقيب لاندې وي، په دفتري اسنادو، ليستونو او الكترونيكي سيسټمونو کې مجرمين يا متهمين او يا مظنونين ګڼل شوي وي، دا چې په هکله يې ټول سابقه حکمونه او فرمانونه لغو او له منځه ولاړل، د محاکمو جزايي فيصلې او عدلي تعقيبونه هم شرعاً پای ته ورسېدل.

په فرمان کې راغلي ياد شوي اشخاص ترڅو چې د اسلامي امارت د مشرتابه مقام په هدایت او د اسلامي امارت د محاکمو له خوا تر عدلي تعقيب لاندي ونه نيول شي بري ءالذمه ګڼل كېږي.

همدا راز اړونده ادارې مكلفې دي چې د یادو اشخاصو ثبت او شهرت د بایومتریک عدلي تعقيب او جزايي فيصلو اړوندو دفترونو لېستونو او الكترونيكي سیسټمونو څخه خارج کړي.

د پیغام پای/