په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن یکشنبه د مرغومی د میاشتې په دویمه نېټه وویل د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي عثماني د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په کابل او د افغانستان په بېلابېلو زونونو کې د سوداګریزو مرکزونو او فابریکو د جوړولو لپاره د ځمکې د تثبیت او انتخاب په اړه خبرې وکړې.
د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان معیاري سوداګریز مرکزونه نه لري، خو خصوصي سکتور غیر معیاري سوداګریز مرکزونه جوړ کړي چې د سوداګرو لپاره دیر لګښتونه لري.
د پیغام پای/