په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر شنبه د مرغومی په لومړۍ نېټه لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت د دیني مدرسو تر څنګ د ښوونځیو او پوهنتونونو پراختیا ته ژمن دی او هڅې روانې دي چې د پوهنتون محصلین په دیني روحیه وروزل شي او د هېواد خدمت وکړي.
هغه زیاته کړه: د اسلامي نظام له راتګ وروسته پر اقتصادي پرمختګ سربېره اسلامي امارت په سیاسي او علمي برخو کې هم پام وړ لاسته راوړنې لري او د هېواد په کچه ښوونیز کال ښه روان دی.
سیاسي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت د افغانستان ښه استازولي کولای شي او په تېرو څو کلونو کې توانېدلی چې په مستقیم ډول له نړۍ سره اړیکې ولري.
مولوي عبدالکبیر اسلامي نظام هغه نظام وباله چې د خلکو ملاتړ پکې وي او زیاته یې کړه: لکه څنګه چې ملت د اسلامي امارت په فتحه کې قرباني ورکړې، په حکومت کې هم برخه لري.
د پیغام پای/