په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن شنبه د مرغومی په لومړۍ نېټه وویل: د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ سړک چې ځینې برخې پخوا بشپړې شوې وې، د سړک د پاتې برخې کار د ياد ولایت ټولګټو ریاست محترم رئیس ملا عبد الخالق حقمل، یو شمېر سیمه ییزو مسؤلانو، دینې علماوو، مجاهدینو او قومي مخورو په شتون کې پیل شو.
حق شناس زیاته کړه: دغه ۱۹ کیلومتره اوږد سړک د ۴۹۸ میلیونه ٦٥٤ زره ۹۱۲ افغانیو په ارزښت له دورانی سړک جوړونې او لوژیستکي شرکت سره قرارداد شوې دې چې، د ۱۸ مياشتو په موده کې به يې کار بشپړ شي. ده وویل د دغې پروژې په عملي کیدو سره به د تخار ولایت اته ګونه ولسوالۍ (کوکچې ته څیرمه) د کندز ولایت سره او له کندز ولایت څخه په تیریدو بلخ، سمنګان، بغلان او کابل ولایتونو سره وصل کیږي.
هغه همداراز وویل چي د ياد سړک په بشپړيدو سره به د تخار ولایت د مرکزي ولسوالیو په ګډون د دشت ارچي ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې دپخوا په پرتله هوارې شي او د کرنيزو توکو په چټک انتقال کې به د پام وړ آسانتياوې رامنځته شي.
د پیغام پای/