په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن په خپله ایکس پاڼه لیکلي: د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام له مخي، ټولو هغو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي او حقوقي اشخاصو ته چې بېلابېل سوداګريز توکي او اجناس یې د تېرو څو کلونو په موده کې د بېلابېلو عواملو له وجې د هېواد په ګمرکونو کې پاتې دي، خبر ورکول کېږي چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت تر رهبرۍ لاندې له اړونده ګمرکونو سره په همغږۍ د وسایطو او اجناسو د تسليمۍ کمیسیون اړونده توکي خپلو اصلي مالکانو ته سپاري.
هغه زياته کړه: په دې توګه د یادو مالونو د اصلي مالکانو څخه غوښتنه کېږي چې د خپلو مالونو د ترلاسه کولو لپاره دې لاندې شرایطو په پام کې نیولو سره اقدام وکړي: ۱ - د توکو د مالکیت اسناد ۲- د سوداګرۍ جواز او یا نور اړوند اسناد ۳- بل هر ډول اسناد چې مالکیت ثابتوي.
د پیغام پای/