کابل- ایرنا- د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند اعلان وکړ چې په دغه ولایت کې د ګازو د بالون د چاودنې له امله اته تنه وژل او ټپیان شوي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ميدان وردګو د امنيه قوماندانۍ وياند يوسف اسرار نن شنبه د مرغومی په لومړۍ نېټه وويل: دغه پېښه تېره شپه د چک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د استوګنې په يوه کور کې د بې احتياطۍ له امله د ګازو د بالون د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د ميدان وردګو ولايت د عامې روغتيا رياست هم د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.

د پیغام پای/