کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند د سرو زرو د دوو لویو کانونو کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته د سپارلو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان د جمعې په شپه د لیندۍ په ۳۰مه وویل چې د سمتی تخار د چاآب ولسوالۍ د سرو زرو کان چې په هېواد کې یو له سترو کانونو څخه شمېرل کېږی، تیر کال یوه چينايي شرکت او د هغې افغان شریکان ته وسپارل شول.

 ده زياته کړه: دغه قرارداد چې د پنځو کلونو لپاره اعتبار لري، ١٢ کيلومتره مساحت شامل لري او اوس يې د کيندلو کار روان دى. 

د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د قیمتي منرالونو په تېره بیا د سرو زرو په برخه کې بډای دی. د سرو زرو کانونه په بدخشان، تخار، کندز، بغلان او فاریاب ولایتونو کې موقعیت لري.

 د پیغام پای/