کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ویلي: افغانستان د سترو اقتصادي پروژو په پلي کېدو سره ورو ورو په خپلو پښو ودرېږي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په شپه د لیندۍ په ۳۰ مه وویل چې اسلامي امارت ژمن دی چې د سترو پروژو په پلي کولو سره د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړي تر څو هیواد ورو ورو په خپلو پښو ودریږي.

هغه زیاته کړه: د ټاپي، افغان ټرانس او ​​کاسا-١٠٠٠ پروژو په پیل سره به زرګونو تنو ته د کار زمینه برابره شي.

د ذبیح الله مجاهد په وینا: افغانستان ورو ورو په خپلو پښو ودریږي او افغانانو ته به ښه کار پیدا شي او د افغانستان په اقتصاد به مثبته اغیزه وکړي.

د پیغام پای/