کابل- ایرنا- د افغانستان د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د قرغزستان د سفارت سرپرست د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس استاکزي نن پنجشنبه د لیندۍ ۲۹ مه په کابل کې د قرغزستان د سفارت له سفیر دنیار ژولچیف سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړې. ستانکزي له افغانستان سره د قرغیزستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا د پام وړ وبلله او دا یې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختگ په لړ کې خورا مهم گام وباله.

ژولچیف د افغانستان له کانونو، زراعت سربېره په بېلابېلو برخو کې د قرغیزستان له لوري د پانگونې او دوه اړخیزې همکارۍ یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا او چټکتیا ته لېوالتیا لري. 

نوموړي په نږدې راتلونکي کې کابل ته د قرغزستان د لوړ پوړو چارواکو د سفر اعلان وکړ.

د پیغام پای/