کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند اعلان وکړ چې په تیرو دریو کلونو کې یې ۱۳ میلیونه سیمکارټونو ویشلي او فعال کړي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي نن چهارشنبه د لیندۍ ۲۸ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي:  په ټول هېواد کې د مخابراتي شرکتونو له خوا د وېشل شویو سیم کارتونو شمېر ۳۴ میلیونو ته رسېدلی دی.

 هغه زیاته کړه:  تر دې وړاندې په افغانستان کې یوازې ۲۱ میلیونه سیم کارتونه فعال وو، چې له دې شمېر سره تېر کال ۱۳ میلیونه سیم کارتونه وېشل شوي او فعال شوي دي. د الکوزي په خبره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت توانېدلی چې په لرو پرتو سیمو کې مخابراتي اسانتیاوې او خدمات وړاندې کړي او هم غیر فعال مخابراتي سایټونه فعال کړي.

 د مخابراتو وزارت ویاند زیاته کړه:  په هېواد کې د انټرنېټ او ټېلېفونونو بيې هم راټيټې شوې او د هېواد په ډېرو سيمو کې مخابراتي اسانتياوې برابرې شوې، څو د هېوادوالو اړتياوې پوره شي.

الکوزي وویل: د مخابراتو په سکتور کې چې د هېواد یو له مهمو او تخنیکي سکتورونو څخه دی، شاوخوا ۲.۴ میلیارده ډالره پانګونه شوې ده.

 د پیغام پای/