هرات- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) سیاسي مشر د نیمروز ولایت له سرحدي سیمو څخه راستنیدونکو ته د دغه سازمان د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د نیمروز والي محمد قاسم خالد نن سه‌شنبه د لیندۍ په ۲۷ مه په نیمروز کې د یوناما له سیاسي مشر آلبرټو سره وکتل.

د نيمروز والي وويل: د افغانستان خلک له ډېرو کلونو وروسته له جګړې څخه خلاص شول او اوس د نړيوالې ټولنې لا زياتو مرستو او هراړخيزو همکاريو ته اړتيا لري.

خالد د نیمروز د خلکو اساسي ستونزې د یوناما له پلاوي سره شریکې کړې او له هغوی یې وغوښتل چې د دغه ولایت خلکو ته د اساسي اسانتیاوو په برابرولو کې له ولایتي ادارې سره همکاري وکړي.

د نيمروز والي هم له دغه پلاوي سره د دغه ولايت له لارې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ستونزې شريکې کړې او د کوکنارو د بديل معيشت په برخه کې يې د يوناما د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د یوناما سیاسي مشر نیمروز ولایت ته د خپل سفر د هدف په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: دوی به د دغه ولایت په هره برخه کې له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

آلبرتو له مرستندويه ادارو سره د ولايتي ادارې د ښې همغږۍ ستاينه وکړه او په يادو شويو مواردو کې يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د پیغام پای/