کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند په افغانستان کې د څارنې او بندیزونو د ټیم د ماموریت د تمدید په غبرګون کې وویل: بندیزونه یوه ناکامه او بې ګټې لاره ده.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په شپه د لیندۍ ٢٦مه د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو په خلاف د ملګرو ملتو د امنیت شورا د بندیزونو د مودې د تمدید په غبرګون کې وویل: د بندیزونو لګول یوه ناکامه او بې ګټې لاره ده.

هغه د دغو بنديزونو لګول ظالمانه وبلل او ويې ويل: ملګري ملتونه بايد د دغو بنديزونو په ختمولو سره له هېوادونو او دغه سازمان سره د افغانستان د تعامل لپاره لاره هواره کړي.

 د ایرنا په وینا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې شورا د ټولو غړو په رایو سره د افغانستان په وړاندې د بندیزونو د څارنې د ماموریت د تمدید پریکړه لیک تصویب کړ.

 د پیغام پای/