کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د مناسبو زیربناوو او معیاري یخچالونو پر جوړولو ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وویل د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د اقتصادي همکاریو او پانګونې د پیاوړتیا په موخه، د ترکیې یو ستر سوداګر انجنیر حسن دوعان د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مرستیال سره وکتل.

حسن دوعان وویل: «موږ افغانستان ته راغلي یو ترڅو د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه وکړو، ځکه افغانستان یو کرنیز هېواد دی او زموږ موخه هم په همدې برخو کې کار کول دي. موږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې دغه فرصتونه راته لا زیات برابر کړي».

د کرنې وزارت مرستیال د هېواد د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د معیاري یخچالونو د جوړولو او نورو اړینو بنسټونو په جوړولو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه: موږ په هره برخه کې پانګه‌والو ته فرصت برابروو، ځکه افغانستان په کرنیزو محصولاتو کې د لوړ تولید ظرفیت لري چې د ساتنې او وېش لپاره مناسب تجهیزاتو ته اړتیا لري.

د ایرنا د راپور له مخې، د معیاري سړو خونو د نشتوالي له امله د افغانستان کرنیز محصولات په ټیټه بیه پلورل کیږي.

د پیغام پای/